بلغاریا وایي، د امریکا د استخباراتو فدرالي ادارې ایف بي ای په بلغاریا کې د چهارشنبې د ورځې د بمي چاودنې په تحقیقاتو کې برخه واخیسته.
دغه چاودنه چې د تورې بحیرې په یوه هوایي ډګر کې وشوه شپږ تنه یې ووژل او تر دیرشو ډیر یې ټپیان کړل. زیاتره مرګ ژوبله په کې اسراییلیانو ته اوښتې ده.
چارواکو پرون یوه ویډیو هم خپره کړه، چې په کې یو سړی ښکاري چې شک پرې کیږي، چې برید کوي. په دې بس کې چې برید پرې شوی دی اسراییلي ګرځندویان سپاره وو.
په ویډیو کې یو کس چې اوږده ویښته لري او تورې عینکي یې په سترګو دي د برګاس د هوایي ډګر شاوخوا معلومیږي، چې ګرځي.
د بلغاریا د کورنیو چارو وزیر وویل، چې برید کوونکی د نورو ګرځندویانو په څیر ښکاریده.
د بلغاریا د کورنیو چارو د وزیر په وینا دا برید کوونکی شاوخوا شپږویشت کلن ښکاریده چې د امریکا د مشیګان ایالت د موټر چلولو جعلي لایسنس یې درلود.
د اسراییلي صدراعظم ایران تورن کړ، چې په دې برید کې لاس لري ایران دا تورونه رد کړې دي.