جمهور رئیس حامد کرزي په وار وار ویلې چي په دولت کې اداري فساد شته او د ظرفیت جوړونې لپاره کافي کار نه دی شوی. جمهور رئیس د هیواد د دري ګونو قواو غړیو ته په وینا کې ژمنه وکړه چې د اداري فساد پر ضد به جدي مبارزه کوي.
یو شمېر افغانان وایي، تر هغې چې په خلکو، ولس، دولت او حکومت کې ایمانداري، تقوی او له خداى څخه بیره حاکمه نه شي یوازې د قوانینو او لایحو موجودیت کار نه ورکوي او د اداری فساد ستونزه نه حل کیږي.
دا چي افغانستان به څنګه په کورنۍ او بهرنۍ پالیسو او سیاست کې یو غښتلی هیواد شي؟ ظرفیت جوړونه به په راتلونکو څو کلونو کې په څه ډول پر مخ لاړه شي؟ دا او نوري پوښتنې به له درنو میلمنو سره په خبرو کې ځواب شي.