راپورونه وايي، چې د سوریې د حکومت مخالف وسلوال د عراق او ترکیې له خوا د سوریې پولو ته رسیدلی دي، په عین حال کې روسیې او چین د بشار الاسد د ریژیم پر خلاف د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا پریکړه لیک ویټو کړی دی .
په راپورونو کې ویل شوي، یاغیانو په ګڼو سرحدي پوستو بریدونه کړي او د ابو کمال په نوم سیمه کې یې عراق ته د اوښتو را اوښتو پر یوه سیمه کنترول موندلی دی، دوي دغلته په جګړه کې ۲۱ حکومتي سرتیري وژلي دي .
د عراق د کورنیو چارو د وزارت مرستیال عدنان الاسدي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د ازادي سوريې د پوځ په نوم یاغیانو د عراق او سوریې تر منځ په پراته سرحد کې د اوښتو را اوښتو ټولې لارې نیولې دي . دا دعوه تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې .
راپورونه وايي چې د سوریې او ترکیې ترمنځ په پرته پوله هم د باب الهوا او د جرابلوس په نوم سیمو کې یاغیانو د اوښتو را اوښتو دوه نقطې نیولې خو یوه یې وروسته پرېښې ده .
کې په دمشق کې بشار الاسد ته وفادارو ځواکونو ، د یاغیانو پر ضد له توپخانې او هیلو کوپټرو کار اخیستی دی .
په عین حال کې چین او روسیې د سوریې د حکومت پر ضد د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک مسوده ویټو کړی چې له مخې یې په سوریه کې د څارونکیو ماموریت عزیده او او د بشار الاسد پر ریژیم یې بندیزونه لګول .
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر سوزن رایس د چین هغه ادعا رد کړي چې ګوندې د لویدیځ لخوا وړاندې شوی دا پریکړه لیک په دې هیواد کې پوځي مداخلي ته لاره هواروي .