د اسپانیي په اتیا ښارونو کې لسګونه زره کسانو د سپما د اقداماتو پرضد اعتراض وکړ

په اسپانیا کې لسګونه زره کسانو پرون د دې هېواد په اتیا ښارونو کې د سپما د هغو اقداماتو پرضد اعتراض وکړ چې حکومت تصویب کړې دي.

حاکم محافظه کار ملي ګوند له هغه اکثریت څخه چې په پارلمان کې یې لري په کار اخیستو پرون د دې اقداماتو پر تصویب ټینګار وکړ.

په دې اقداماتو کې په فروشاتو کې د مالیو زیاتېدل او د مامورینو د تنخواګانو کمول شامل دي.

پرونۍ مظاهره چې اتحادیو رابللې وه، په اسپانیا کې د هغو پراخو اعتراضونو لړۍ ده چې په روانه میاشت کې تقریباً هره ورځ کېږي.

پرون ناوخته حکومت د اسپانیا او په یوروزون کې د شاملو هېوادونو ترمنځ د سل میلیونه یورو په ارزښت د مالي مرستې د توافق جزییات خپاره کړل.

له یونان، آیرلنډ او پرتګال وروسته اسپانیا په یوروزون کې شامل څلورم هېواد دی چې له روان اقتصادي بحران څخه د خلاصون په مقصد د مالي ژغورنې له پروګرام څخه ګټه اخلي.