"افغان ولسمشر دې د عبدالصبورله دوسیو نه د اعدام سزا لیرې کړي"

د بشري حقونو د سازمان د اسیایې څانګې رئیس براډ اډمز (Brad Adams) وایي، د اعدام سزا ظالمانه عمل دی او ولسمشر حامد کرزی باید د افغان عسکر عبدالصبور او نورو له دوسیو څخه د عدام سزا لري کړې.

عبدالصبور د ۲۰۱۲ کال په جنورۍ میاشت کي څلور فرانسوي عسکر وژلې وو او د افغانستان دفاع وزارت د جولای په ۱۷ مه اعلان وکړ، چې نوموړی د پوځي محکمې له خوا د اعدام په سزا محکوم شوي دي.

فرانسې د اعدام سزا لغوه کړې او د اروپایي اتحادیي د غړي په توګه په نورو هېوادو کې د دې سزا د لغوه کیدو هلې ځلې کوي.

د تګاب ولسوالۍ په حملې کې په وژل شوېو سربېره، پنځلس فرانسوي عسکر ټپیان شوې وو.

په کاپیسا ولایت کې د فرانسوي عسکرو له وژل کېدو وروسته د دې هېواد د وخت جمهور رئیس نیکولاس سارکوزي وویل، له افغانستان څخه به خپل عسکر له ټاکلې مودې څخه یو کال مخکې وباسي.

له دې پېښې مخکې فرانسې ویلي و، چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې به خپل عسکر له افغانستان څخه وباسي.

دا نیټه له ناتو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د بشپړ انتقال لپاره ټاکل شوې ده.

د فرانسې نوي جمهورئیس فرانسوا اولاند، د فرانسوي عسکرو د وژنې په غبرګون کې وویل، فرانسه به په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت د ۲۰۱۲ کال په پای کې ختم کړې او له دغې نیټې وروسته به په دې هېواد کې د فرانسې هیڅ جنګي عسکر پاته نه وي.

د افغانستان په قوانینو کې د اعدام سزا شته خو له ۲۰۰۱ کال راهیسې په دې هېواد کې اعدامونه کم شوي دي.

افغان دولت په ۲۰۰۴ کال کې یو کس اعدام کړ، خو له درې کاله قانونې مهلت وروسته یي بیا په ۲۰۰۷ کال کې په پلچرخې کې ۱۵ کسان اعدام کړل.

افغان حکومت هغه مهال اعلان کړی و، چې د مجرمانو اعدام ته به دوام ورکړې او په ۲۰۰۸ کال کې یي نور کسان هم اعدام کړل.

اروپایي اتحادیي او ملګرو ملتونو په افغانستان کې دا ډول اعدامول غندلې دې.

افغان دولت له ۲۰۰۸ کال وروسته په اعدامونو کې وقفه راوسته، خو هغه دوه تنه حمله کوونکې چې د ۲۰۱۱ کال په فبرورۍ میاشت کې یي په جلال اباد ښار کې د کابل بانګ په څانګې کې په ډېرې بې رحمۍ سره ۳۸ کسان وژلې وو، د ۲۰۱۱ کال په جون میاشت کې اعدام کړل.