د بلغاریا چارواکو د هغې چاودنې په اړه څیړنه پیل کړې چې پرون د تورې بحیرې په غاړه د بورګاس په هوایي ډګر کې وشوه، اوه تنه یي ووژل او له دیرشو زیات یي ټپیان کړل.
د بلغاریا د بهرنیو چارو وزیر نیکولای ملادینوف وویل، چاودنه په هوایي ډګر کې په یوه بس کې د ایښودل بم په نتیجه کې رامنځته شوې ده.
هغه وویل، بلغاریا به له ټولو امکاناتو کار واخلي، چې عاملین یي پیدا کړي.
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو دا د ایران له خوا تروریستي حمله بللې او ویلي یي چې سخت عواقب به ولري.
د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت پرون په دې چاودنه کې د ۳۱ اسرایلیانو ټپي کیدل تایید کړل او ویي ویل، چې د یو شمېر وژل شویو کسانو د هویت په اړه څیړنه پیل شوې ده.
د دې چاودنې زیاتره قربانیان نوي له تل بیب څخه په الوتکه کې دې هوایي ډګر ته رسیدلي و.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د اسراییل صدراعظم بینامین نیتانیاهو ته په ټیلیفون د خواخوږي مراتب وړاندې کړي او دا یي یوه وحشیانه تروریستي حمله بللې ده.