د مالي په شمال کې اسلامپالو وسله والو درې تنه برمته کړي اروپاييان بیرته خوشې کړل.
د افریقا د جنوب په دې هېواد کې وسله والو د تیر اکټوبر په میاشت کې یو ایټالوي او دوه تنه هسپانیویان تښتولي وو.
د انصار الدین په نوم د وسله والو د ډلې ویاند ساندا ابومحمد ویلي دي، چې دا کسان یې یوه کلي ته نږدې خوشې کړي دي.
درې واړه تښتول شوي اروپایان په سیمه کې د یوې مرستندویه ټولنې کارکونکي وو ، چې د الجزایر له جنوبي سیمو څخه تښتول شوي وو.
د هسپانیې دولت د دواړو هسپانویانو خوشې کیدل تایید کړي دي.
دا لا نه ده څرګنده، چې د دې کسانو د خوشې کېدو په بدل کې به د انصار الدین وسله والې ډلې ته پيسې ورکړل شوې وي.
انصار الدین ډله د القاعده له شبکې سره تړلې بلل کیږي .