د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس وايي، د ولسمشرۍ د راتلوونکو انتخاباتو په مخکې لویه ستونزه د امنیت برابرول دي.
د دې کمېسیون رئیس فضل احمد معنوي نن په کابل کې د سیاسي حزبونو له استازو سره په یوه مشورتي غونډه کې وویل، چې په دې اړه باید له همدې اوس څخه کار پيل شي:
“که سره له نن له افغان امنیتي ځواکونو سره خبرې پيل نه کړو او د امنیت په اړه یې ژمنه وانه خلو، که موږ د انتخاباتو لپاره هر څونه ښه تیاری ونیسو، موږ نه بریالي کیږو.”
په 1388 ل کال کې د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو پر وخت د امنیتي ستونزو له امله د دې هېواد په څو ولایتونو کي انتخابات ونه شول.
د افغانستان د اساسي قانونو له مخې د ولسمشرۍ راتلوونکي انتخابات باید د 1393 لمریز کال په لوموړیو کې وشي.