په عربي متحد اماراتو کې به د اتمي انرژﺉ لومړې بټۍ جوړه شي

په عربي متحد اماراتو کې د اتومي چارو تنظیمونکو موافقه وکړه چې په دې هېواد کې د اتومي انرژۍ لومړۍ بټۍ جوړه شي.

له دې پریکړې سره به دې ته لاره هواره شي چې جنوبي کوریا پر دې پروژې چې په میلیارډونو ډالر به پرې ولګول شي، کار پیل کړي.

له پلان سره سم به پر څلورو بټیو کار پیل شي، د اماراتو د اتومي انرژۍ اداره وایي، تمه ده چې دا څلور بټۍ به په دوه زره شلم میلادي کال کې بریښنا تولید کړي، خو لومړۍ بټۍ به په دوه زره اوولسم کال کې فعالیت شروع کړي.