د شمالي کوریا رسنۍ نن خبر ورکړ، چې د دغه هېواد مشر کیم جانګ ین په دغه منزوي شوي هېواد کې د مارشال رتبه واخیسته.
له دې پریکړې سره د شمالي کوریا د دغه ځوان مشر رتبه تر ټولو پوځي افسرانو لوړه شوه.
یوه ورځ وروسته تر دې کیم جانګ ین مارشال شو، چې د شمالي کوریا جګپوړی جنرال ري یونګ هو برطرفه شو.
دولتي اژانس وویل، چې ري د دې لپاره برطرفه شو چې ناروغه و.
ري درې کاله مخکې د کیم جانګ ایل د واکمنۍ پر مهال د شمالي کوریا د پوځ مشر وټاکل شو.
د شمالي کوریا د نوي ولسمشر پلار کیم جانګ ایل د دوه زره یولسم کال په دیسمبر کې مړ شو.
کیم جانګ ایل نژدې دوې لسیزې د شمالي کوریا مشر و.
کیم جانګ یون اوس د شمالي کوریا په اتومي وسلو د سمبال یو ملیون پوځ مشر شو.