کرزی: که خلکو ته امنیت راشي، نو هیڅ هېواد د افغانستان په چارو کې مداخله نشي کولای

ولسمشر کرزی وایي، که دولت خلکو ته امنیت او عدالت راولي نو هیڅ هېواد به ونشي کړای چې د افغانستان په چارو کې مداخله وکړي.

ښاغلي کرزي چې نن یې د ښځینه قضاتو د لومړنۍ ټولنې د پرانیستلو په مراسمو کې خبرې کولې وویل چې، کومې بهرنۍ لاس وهنې چې تر اوسه په افغانستان کې شوي، په هېواد کې دننه ورته شرایط برابر شوي:

(کومې مداخلې چې په افغانستان کې د ګاونډیو او نورو هېوادونو له خوا وشوې د افغانستان د بدبختۍ لامل و ګرځیدې.

د دې مداخلو زمینه دننه په افغانستان کې ورته برابره شوې وه، دا زموږ د سیاسي ناپوهۍ او له دې وجې نه چې زموږ ټولنې هغه مهال د خپل هېواد د ساتنې وس نه درلود رامنځ ته شوې.)

ولسمشر دغه راز وویل، چې د قضایې ارګانونو له خوا په سمه توګه د عدالت نه پر ځای کیدل خلک دې ته اړ کړي څو خپلې ستونزې په دودیز ډول حل کړي.