د متحده ایالاتو د کانګریس د استازو جرګې د دې هېواد له بهرنیو چارو وزارت غوښتي، چې په پاکستان کې میشته د حقاني شبکه د بهرنیو تروریستي ډلو په لست کې شامله کړي.
استازو دا لایحه چې په کې راغلي حقاني شبکه د افغانستان له ټولو خطرناکه وسله واله ډله ده، چې د افغانستان په ختیځ کې پر افغان او نړېوالو ځواکونو بریدونه کوي، په جهر تصویب کړه.
امریکايي مقامات حقاني شبکه تورنوي چې په تیر سیپتمبر کې په کابل کې د امریکا پر سفارت د حملې په شمول يې په افغانستان کې لوی بریدونه ترسره کړي دي.
خو تر اوسه دا شبکه د بهرنیو تروریستي شبکو په لست کې نه ده شامله.
د کانګریس یو شمېر استازي وايي، حقاني شبکه په دې هیله چې کیدای شي د خبرو اترو میز ته کښیني د بهرنیو تروریستي ډلو په لست کې نه ده شامله.