کرزي د استونیا له صدراعظمه د لوړو زده کړو په برخه کې د همکاریو غوښتنه وکړه

ولسمشر کرزي د استونیا له صدراعظم سره په کتنه کې افغان ځوانانو ته د لوړو زده کړو په برخه کې د همکاریو غوښتنه وکړه.

د استونیا صدراعظم اندریس ان سیپ، پرون د ارګ په ماڼۍ کې له افغان ولسمشر سره وکتل.

ان سیپ ډاډ څرګند کړ، چې له دوه زره څوارلسم کال څخه وروسته به هم د دې هېواد مرستې له افغانستان سره دوام ولري.

د استونیا صدراعظم افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې په هلمند کې د خپل هېواد له ځواکونو سره هم وکتل.

استونیا په افغانستان کې یو نیم سل پوځیان لري، چې ډیر شمېر یې په هلمند کې د افغان ځواکونو په روزنه لګیا دي.