افغان ولسمشر وایې، هېواد یې د پرمختګ پر لور روان دی

د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی وایې، چې هېواد یې د پرمختګ پر لور روان دی او لس پنځلس کاله وروسته به د سیمې په یوه پیاوړي هېواد بدل شي.

جمهور ریس کرزي وویل، چې هېواد به یې د دولتي او امنیتي ځواکونو له پلوه پیاوړی شي:

"تر راتلونکو لسو پنځلسو کلونو پورې به افغانستان د سیمې یو ډير پياوړی هېواد وي.

پیاوړی د خپل موقعیت له پلوه، د خپلو زیربناوو، سړکونو او تجهیزاتو له پلوه او د پرمختګ، دولتي او امنیتي ځواکونو له پلوه زورور او پياوړی."


نوموړي دغه خبرې نن په کابل کې د پولیسو د اکاډمۍ د څه باندي پنځو سوو محصلینو د فراغت په مراسمو کې و کړې.

ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې له افغانستان سره په پوځي او ملکي برخو کې د شیکاګو او توکیو په کنفرانسونو کې د نړېوالو د مالي مرستو د ژمنو یادونه هم و کړه.

Your browser doesn’t support HTML5

د حمیده عثمان راپور