په سینا ټاپو کې دوه نیول شوي امریکایي اتباع او د هغو مصري لارښود خوشې شول

دوه امریکایي اتباع او د هغو مصري لارښود د سینا په ټاپو وزمه کې له نیول کېدو یوه اونۍ وروسته پرون خوشې شول.

د راپورونو له مخې دې کسانو ته چې له قومي مشرانو سره د امنیتي چارواکو د خبرو په نتیجه کې خوشې شول، زیان نه دی اوښتی.

دواړه امریکايان او مصری لارښود یې د جمعې په ورځ هغو بیدیا مېشتو وسله والو ونیول شول چې د مخدروموادو د قاچاق په تور د دې قبیلې د یوه غړي د خوشې کېدو غوښتنه یې کوله.

تښتوونکي، جېرمي ابوماصوح اسوشېتېدپریس آژانس ته وویل، ده دا کسان پرون وروسته له هغه امنیتي قواوو ته وسپارل چې چارواکو د ده د تره پر قضیې د کار ژمنه وکړه.