د ملګروملتونو او عرب لیګ استازي کوفي عنان د سوریې د بحران په اړه نن د روسیې له ولسمشر ولادیمیرپوتین سره په مسکو کې خبرې کوي.
عنان د دې لپاره روسیې ته تللی، څو د سوریې د ولسمشر بشاراسد پر ضد د سختو اقداماتو لپاره د مسکو ملاتړ ترلاسه کړي.
عنان پرون د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سیرګي لاوروف سره وکتل.
لاوروف په دې کتنه کې وویل، که لویدیځ هېوادونه له هغو اقداماتو، چې ده پر دمشق د بندیزونو لګولو د ګواښونو له لارې ناوړه استفاده وبلله، لاس وانخلي نو مسکو به په امنیت شورا کې په سوریه کې د ملګروملتونو د څارونکي ماموریت د تمدید طرح ویتو کړي.