د افغانستان د نشه یی توکو پرضد د مبارزی وزارت وايي، د هیواد په شمالي ولایتونو کې په نشه یي توکو روږدې ښځې زیاتې شوي دي.
ددی وزارت د جندر د څانګۍ مسئولې وحیدې عدالت جو نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، د هیواد په شمال کې ډیرې هغه ښځې چې په کرنې او د لاسي صنایعو په تولید بوختي دي، نشه کوي.
نوموړي په دې اړه دقیق ارقام ورنه کړل، خو د مثال په توګه یې د کندز د قلعه زال ولسوالۍ یاده کړه چې اولس زره ښځې پکې په نشې روږدې دي.
د ځینو راپورونو له مخې په افغانستان کې چې نړۍ تر ټولو ډیر مخدره مواد تولیدوي، ټول شاوخوا یو ملیون کسان په نشه يي توکو روږدي دي.