د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي، چې د جمهوري غوښتونکو د ولسمشرۍ د کاندید ″مټ رومني″ په اړه د څرګندونو په خاطر به معذرت ونه غواړي.
ولسمشر اوباما پر (مټ رومني) تور لګولی و، چې د پانګونې د یوه شرکت د مشرۍ پر مهال يې په امریکا کې کارونه بندول او کمپنۍ یې د ارزانه فعالیت لپاره بهرنیو هیوادونو ته استولې وې.
مټ رومني ویلي وو، چې پر ده شخصي حملې د جمهور رییس له شان څخه لرې خبر ده او ولسمشر ته ښايي، چې له دې کبله معذرت وغواړي
خو ولسمشر اوباما پرون وویل: موږ به د دې خبرې کولو لپاره معذرت ونه غواړو.