د امریکا د بهرنیو چارو وزېرې د مصر له ستر پوځي مشر سره ولیدل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې مصر ته د خپل سفر پر مهال؛ چې په دغه هیواد کې د سیاسي قدرت د انتقال د بهیر د پیاوړې کولو لپاره شوې، د یکشنبې په ورځ د مصر تر ټولو جګ پوځي مشر سره ولیدل.

میرمن هیلري کلنټن له فیلډ مارشال محمد حسین طنطاوي سره؛ چې د حسن مبارک د رژیم له نسکوریدو وروسته یې د هېواد واګی په لاس کې اخستلی وې خبرې وکړې.

میرمن کلنټن مصر ته د خپل سفر په پیل کې د دغه هېواد له نوي منتخب ولسمشر محمد مرسي سره ولیدل او د دغه هېواد له پوځ نه یې وغوښتل؛ چې د انتخاباتو نتایجو ته دې درناوی وکړي.