یوشمېر افغان پوځیان له لازمو روغتیايي اسانتیاوو بې برخې دي

د افغانستان د ملي پوځ یو شمېر سرتیري شکایت کوي، چې افغان ځواکونو ته د امنیت د انتقال له پروسې سره یې د روغتیايي ستونزو هواري ته پاملرنه کمه شوې ده.

دغو سرتیرو د هیواد له بیلا بیلو سیمو څخه ازادۍ راډیو ته د ټلیفون له لاري ویلي؛ چې په ځینو پيښو کې د چارواکو د لازمې پاملرنې د نشتوالي له امله ټپیانو ساه ورکړې ده.


د بهرنیو ځواکونو له خوا افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د مسئولیتونو د سپارلو د بهیر په پراخېدو سره، د افغانستان د ملي اردو په لیکو کې د روغتیايي او لوژیستیکي اسانتیاوو د کمیدو په اړه شکایتونه ډیر شوي دي.

د افغان ملي پوځ یو شمېر سرتیري، چې د هیواد په لیرو پرتو سیمو کي په خپلو دندو بوخت دي، شکایت کوي، چې روغتیايي اسانتیاوي ته یې پاملرنه کمه شوې ده.

یو شمیر سرتیرو د ازادۍ راډیو د ازادۍ او اوریدونکو خپرونې ته د تلیفون له لارې په دې اړه شکایتونه کړي او له اړوندو چارواکو یې د جدي پام غوښتنه کړې:

“۱- زه د ملي اردو سرتیر یم، د هرات په کشک کهنه ولسوالۍ کې، د پوځ سرتیری ژوبل سو، نه الوتکه راځي او نه کاروان، د ډیرې وینې د بهیدو له امله بلاخره مړ سو.

۲- محمد یوسف یم په هرات ولایت کي د پوځ سرتیری اوس په کشک کهنه ولسوالۍ کي دنده اجرا کوم، څلور ملګري مه په یوه میاشت کي ټپیان سوه، نه الوتکه راغله او نه هم د پوځ کاروان.

د ظفر له قول اردو نه تر دې ځایه درې ساعته لار ده. د ټولو ځوانانو زړونه له عسکرۍ څخه تور شوي دي.

موږ ډاکتر نه لرو، یو تن مو چې ناروغه کیږي، نو مو د کنډک قومندان ته راپور ورکوو، قومندان وايي، چې لباس یې بدل کړی او ویې باسی چې خپل کور ته ولاړ سي او نور ملي اردو ته را نسي.”

ازادۍ راډيو ته شکایت کوونکو څو تنو سرتیرو وویل، چې پخوا به د ټپي کېدو په صورت کي ایساف ځواکونو ژر تر ژره د هلیکوپتر له لاري روغتیايي مرکز ته رسول.

خو د دوی په خبره له کله چې په ځینو سیمو کي بهرنیو ځواکونو امنیت افغان لوري ته سپارلی، د دغه ډول ستونزو پر وخت یې سم لاسنیوی نه کیږي.

په عین حال کي د ملي پوځ یو شمیر سرتیرو د څښاک د اوبو او د مناسبو خوړو له نشتوالي هم شکایتونه کوي.

د روغتیايي مسایلو په اړه د ملي اردو د سرتیرو شکایتونه مو د ملي پوځ د روغتیايي چارو له ریاست سره سره شریک کړل.

خو د ملي پوځ د روغتیايي چارو رئیس ډاکتر موسی وردګ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کي وویل چې په ټول هیواد کی د ملي اردو عسکرو ته روغتیايي اسانتیاوي په پام کي نیول سوي دي

“موږ د ملي اردو لپاره په ټولو زونونو کي روغتونونه لرو، چې په څلورو زونونو کي فعاله دي، د ګردیز، کندهار، هرات او مزارشریف سیمیز روغتون دی.

که تر دغو روغتونونو ور تیر سوو، د ملي پوځ لپاره کلینیکونه لرو، چې په هغه کي ډاکتران او مرستیالان یې موجود دي او لازم وسایل هم لري او د ناروغانو په خدمت کي دي.”

د پوره تجهیزاتو، وسایلو او نورو اسانتیاوو د نشتوالي له امله له پخوا څخه دا اندېښنه موجوده وه، چې د انتقال له پروسې سره به افغان ځواکونه له یو شمیر ستونزو سره مخ سي.

که څه هم افغان چارواکي هم تاییدوي چې د تجهیزاتو او وسایلو له پلوه لا هم د نړیوالو لا ډیرو مرستو ته اړتیا لري، خو په تاکید سره وايي، چې له بهرنیو ځواکونو په تدریجي توګه د ټول هیواد د امنیت اخیستلو ته چمتوالی لري.

راپور: معصوم میوند