په پکتیکا کې او فراه کې ۵ تنه ماین ښخوونکي د خپلو ماینونو ښکار شول

په پکتیکا او فراه ولایتونو کې پنځه تنه مین ښخوونکي د خپلو ماینونوپه چاودنوکې وژل شویدي.

د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان آزادي راډیو ته وویل چې درې تنو ماین ښخوونکو غوښتل د خیرکوټ ولسوالۍ په مالیزیو سیمه کې پرسړک مین ښخ کړي خو د خپل ماین په چاودنه کې درې واړه وژل شویدي.

په یو بل خبرکې د فراه د والي ویاند عبدالرحمان ژوندی وایی چې دوه تنه ماین ښخوونکي تیره شپه د د ې ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې هم د خپل ماین په چاودنه کې وژل شویدي.