د پکتیکا ولایت په سر روضې ولسوالۍ کې یو شل بستریزه روغتون جوړ شو

په پکتیکا کې یو روغتون تر جوړیدو وروسته نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د پکتیکا والي محب الله صمیم آزادي راډیو ته وویل چې دا روغتون په سر روضې ولسوالۍ کې جوړ شوی او د ″پي،آر،ټي″ یا ولایتي بیا رغونې د ټیم له خوا درې لکه امریکایي ډالر پرې لګول شوي دي.

د ښاغلي صمیم په خبره دا روغتون شل بستره لري او د سیمې لس زره کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي.

دوه ورځې وړاندې هم په سر روضې ولسوالۍ کې د اوبو د بندونو یوه پروژه پرانستل شوه؛ چې د امریکا د نړیوالې پراختیایی ادارې له خوا اوه لکه ډالر پرې لګول کیږي او د ا مهال شپږ سوه تنه په کې کار کوي.