په بغلان کې د لوړو زده کړو وزیر له یوې چاودنې څخه روغ وتلی دی

د بغلان امنیتي مسوولان وایي، چې د لوړو زده کړو وزیر نن سهار په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې له یوې چاودنې نه روغ وتلی دی.

د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند جاوید بشارت آزادي راډیو ته وویل؛ چې د سړک غاړې دا مین په جر خشک سیمه کې په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزیر عبید الله عبید او ورسره پلاوی کندز ته په لاره کې وو چاودلی دی.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ یوه امنیتي مسوول حاجي کمین ویلي؛ چې په دې پیښه کې د لوړو زده کړو د وزیر دوه ساتونکي ټپیان شوي او هغه کندز ته خپل سفر لغو کړی دی، خو ښاغلي بشارت د دې پیښې د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

په یو بل خبرکې د لوګر امنیتي چارواکي وایي، چې د پل علم په ښارکې نن سهار د مین په چاودنه کې اتلس تنه ټپیان شوي دي.

د لوګر د امنیې قومندان غلام سخي روغ لیوني آزادي راډیو ته وویل؛ چې دا چاودنه د سرې میاشتې د ودانۍ مخې ته شوې او په ټپیانو کې درې پولیس، شپږ د ملي اردو سرتیري او نهه تنه عام وګړي شامل دي.

لا تراوسه د دې دواړو پیښو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.