د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې ″هليري کلېنټن″ پرون په مصر کې له ډيموکراتيک انتقال څخه د واشنګټن د ”کلک ملاتړ” ژمنه وکړه.
مېرمن کلېنټن پرون د مصر له نوي ټاکل شوي ولسمشر ″محمد مُرسي″ سره تر کتنې وروسته، په قاهره کې له خپل مصري ساري ″محمد عمرو سره په ګډ خبري کنفرانس کې دغه څرګندونې وکړې.
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره به د مصر د دوه ورځني سفر په لړ کې د وسله والو ځواکونو د واکمنې عالي شورا له مشر مارشال ″حسين طنطاوي″ سره هم وګوري، چې تېر کال د پخواني ولسمشر حسني مبارک له بېواکه کېدو راهيسې د دغه هېواد موقت پوځي مشر هم دى.
کلېنټن به د ښځو د حقونو له فعالانو او د عيسويانو د قبطي فرقې له مشرانو سره هم وګوري.