د افغانستان ‎په ختیځ کې دوو جلا پېښو د ناټو دوه عسکر ووژل

ناټو ځواکونه وايي، چې دوه عسکر يې پرون د افغانستان په ختيځ کې د دوو جلا پېښو په نتيجه کې وژل شوي دي.

د دغو ځواکونو يو سرتېرى د افغانستان په ختيځ کې د وسله والو په بريد کې وژل شوى؛ دغه ځواکونه وايي، بل عسکر يې د افغانستان په ختيځ کې د ټپونو له کبله، چې په جنګ پورې اړه نه لري - ساه ورکړې ده.

په اعلاميو کې د دغو پېښو د دقيق ځاى او د سرتېرو د هويت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

روان ميلادي کال په افغانستان کې، شا و خوا ٢٣٨ بهرني سرتېري وژل شوي دي.