په انګلستان کې د "G4S" کمپنۍ د المپیک د لوبو د امنیت ساتلو کې پاتې راغلی

د انګلستان یوې قراردادي امنیتي کمپنۍ (G4S) د المپیک د مسابقو لپاره د کافي امنیتي کسانو په برابرولو کې د پاتې راتلو په خاطر معذرت غوښتی دی.

په لندن کې د ۲۰۱۲ کال د المپیک لوبو پیل ته یوازې دوې اونۍ وخت پاتې دی .

د (G4S) کمپنۍ نن په یوه اعلامیه کې ویلي دي، چې له ژمنې سره سم د کافي امنیتي کارکونکو په برابرولو کې د ناکامي په خاطر به لږترلږه ۷۷ ملیونه ډالر تاوان وکړي.

تر هغه وروسته ، چې د (G4S) کمپنۍ د امنیتي کسانو په استخدام کې د ځنډ اعلان وکړ ، د بریتانیې حکومت د موظفوامنیتي کسانو شمیر له ۳۵۰۰ څخه ۷۰۰۰ ته لوړ کړ.