د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي د لغمان ولایت د ښځو د چارو د رییسې د قاتلانو د نیولو غوښتنه وکړه.
یان کوبیش په یوه اعلامیه کې چې په کابل کې د یوناما دفتر خپره کړې ده، د حنیفې ساپۍ قتل په کلکو ټکیو غندلی دی.
د یان کوبیش په وینا حنیفې ساپۍ له دوه زره اتم میلادي کال راهیسې چې د لغمان د ښځو د چارو د مشرې په توګه ټاکل شوې وه، په نه ستړې کیدونکي ډول کار کاوه.
حنیفه ساپۍ پرون د لغمان په مرکز مهترلام کې د هغې چاودنې له امله ووژل شوه، چې بم د دې په موټر کې ځای پر ځای شوی وو.