د امریکا د بهرنیو چارو وزیره نن د مصر مرکز قاهرې ته ځي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره نن قاهرې ته ځي، هیلري کلنټن د امریکا تر ټولو جګپوړې چارواکې ده، چې د مصر له نوي ولسمشر محمد مرسي سره به وګوري.

میرمن کلنتن به د محمد مرسي سره په خبرو کې هڅه وکړي، چې د مصر او اسراییل ترمنځ د نولس سوه نهه اویایم میلادي کال د سولې د معاهدې د خوندیتوب ډاډ تر لاسه کړي.

دواړه چارواکي به د مصر سره د امریکا د پوځي مرستو مساله هم وڅيړي، د قاهرې ښار یوه اوسیدونکي نصر رفعت د دې سفر په اړه رویټرز ته وویل:

(دا سفر ډیر مهم دی، امریکا غواړي، چې د نوي حکومت نظر ورته څرګند شي ځکه مصر د منځني ختیځ له سترو هېوادونو دی او په تاریخ کې اول وار دلته اسلامپالې ډلې واک ته رسیدلې دي.)

داسې رپوټونه هم خپاره شوي دي، چې د مصر د سینا په سیمه کې وسله والو کسانو دوه امریکايي سیلانیان تښتولي دی.