د "ایسا" د ادارې د یو شمېر کارکونکو د ډله ایزې استعفې په اړه څيړنه کیږي

له اداري فساد سره د مبارزې عالي اداره وايي، چې په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ د ادارې (ایسا) د یو شمېر کارکونکو د ډله ایزې استعفې په اړه څيړنه کوي.

د دې ادارې مشر عزیزالله لودین نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې ارتباط د څیړنې یو هیات به وټاکي.

یوه استعفې کونکې نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې د ایسا مشر د دې ادارې له پانګې څخه ناوړه ګټه پورته کوله نو ځکه یې له دندې لاس اخیستی دی.

خو د ایسا مشر وفي الله افتخار دا تورونه د ځان پر ضد دسیسه بللې ده.