پاکستاني چارواکي وايي، چې په بلوچستان کې نن په یوه سیاسي لاریون کې چاودنې لږ تر لږه پینځه تنه وژلي دي او تر لسو زیات زخمیان کړي دی.
چارواکو ویلي دي، چې حمله نن د کویټې ښار ته نږدې د کوچلاغ په سیمه کې د عوامي نشنل ګوند د پلویانو پر لاریون وشوه.
د پاکستاني مطبوعاتو په حواله، چاودیدونکي مواد پر یوه بایسکل ځای پر ځاي شوي وو او چاودنه دریموټ کنټرول په وسیله وشوه.
تر اوسه نه ده څرګنده، چې د دې چاودنې شاته د کومې ډلې لاس وو.