په سوريه کې مخالف فعالان وايي، حکومتي سرتېرو له ټانکونو او څرخي الوتکو په استفادې په مرکزي ولايت حما کې تر ٢٠٠ زيات کسان وژلي دي.
د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار اداره چې مرکز يې په لندن کې دى وايي، دغه عامه وژنه په تريمسا کلي کې شوې ده.
د سوريې رسمي خبري اژانس سنا وايي، په دې کلي کې د پوځ او يوې وسلوالې ”تروريستي“ ډلې ترمنځ شخړه شوې، خو اژانس د دغه قتل عام او د وژل شويو کسانو د شمېر په اړه څه نه دي ويلي.
د سوريې د مخالفې ملي شورا مشر عبدالباسط سيدا پر دې عامه وژنې خواشيني څرګنده کړې او د ملګرو ملتونو د يوه داسې سخت پرېکړه ليک غوښتنه يې کړې چې د دمشق د رژيم په وړاندې د پوځي مداخلې لار اواروي.