ملادیڅ به د ناڅاپي ناروغۍ له کبله دوې ورځې په روغتون کې وي

د راتکو ملادیڅ وکیل وايي، د بوسنیا د صربي پوځ پخوانى مشر ملادیڅ به د ناڅاپي ناروغۍ له کبله دوې ورځې په روغتون کې وي.

نوموړى د یوګسلاویا د جنګي جنایاتو په محکمه کې د محاکمې پر مهال ناڅاپه ناروغ شو .

برانکو اوکیڅ چې د ملادیڅ وکیل دی وايي، موکل یې اوس تر هغې حالته ښه دی چې د محاکمې په تالار کې راوغورځیده او اوس خبرې کولی شي.

نوموړي ویلي د راتکو ملادیڅ ښي لاس او ښې پښه نن سهار بېحاله شوي وو ، خو اوس په کې بیرته حرکت پیدا شوی دی .

بله خوا په دې باب په هاګ کې د جرمونو د نړيوالې محکمې يوې وياندې نيرما جيلاڅيچ رويټرز اژانس ته خبرې وکړې:

”کله چې ملاديچ شکايت وکړ چې وضعه يې ښه نه ده، په هاګ کې يوه نرس ته ولېږدول شو، چې معاينه يې کړي، ده وويل چې په روغتون کې نورو معايناتو ته اړتيا ده، په عين حال کې د دې قضيې لپاره ګمارل شوي قاضيان استماعيه غونډه تر سبا يعنې د جمعې تر سهاره وځنډوله“

راتکو ملادیڅ په بوسنیا کې د ۱۹۹۲ م کال څخه تر ۱۹۹۵ م کال پورې د جګړې په بهير کې په نسل وژنه، جنګي جنایاتو او د بشر ضد جنایاتو کې د نوموړي د رول له کبله محاکمه کېږي .

د دې پوځي جنرال پر ضد دا اوونۍ لومړنیو شاهدانو شاهدي ورکول پیل کړي خو ملادیڅ رد کړي او وايي کوم ناسم کار يې نه دى کړى.

نوموړې ۱۶ کلونه په تېښته او پټه تیر کړل خو تیر کال ونیول شو .