افغان دولت په توکيو کې خپلې ژمنې عملي کولاى شي؟

تاسي هم خبریاست چی نړیوالې ټولنې د تېرې یکشنبې په ورځ د جاپان په مرکز توکیو ښار کي له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د شپاړسو میلیاردو ډالرو مرستې ژمنه وکړه، خو په مقابل کې یې له افغان حکومت څخه دا تعهد هم واخیست چي په هیواد کې به اداري فساد له منځه وړي او د حساب ورکولو او شفافیت عملیه به په جدیت سره پر مخ وړي.

د انتقاد کوونکو په وینا، تېر لس کاله چي د نړۍ په تاریخ کې هیڅ بل هیواد ته د افغانستان په څېر طلایي چانس نه و برابر شوی، په هغه او دغه تېر شول، د نړیوالو میلیاردونه ډالره مرستې بېځایه ولګول شوې، ستر او زیربنایي کارونه ونشول او په هیواد کي واقعې اقتصادي ودې ته زیات پام ونشو. ددوي په فکر، ستر علتونه یي په هیواد کی مصلحت ګرایي، د قانون نه عملې کیدل، زورواکې، تنظیم ګرایې، قومیت پرستې او کار اهل کار ته نه سپارل دي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ازادۍ په څپو کې - لومړۍ برخه


Your browser doesn’t support HTML5

د ازادۍ په څپو کې - دويمه برخه