بریتانوي ځواکونه د المپیک لوبو د امنیت ټینګولو لپاره د تیارسۍ په حال کې دي

د بریتانوي وسله وال ځواکونه د تیارسۍ په حال کې دي او د المپیک د لوبو د امنیت د ټینګښت لپاره لږترلږه ۳۵۰۰ اضافي ځواکونه برابروي.

داسې اندېښنه شته، چې ښايي د (G4S) قراردادي امنیتي کمپنۍ په وخت د کافي شمېرې روزل شویو کسانو په برابرولو ونه توانیږي.

د بریتانې وسله والو ځواکونو تر دې مخکې لږترلږه دیارلس نیم زره کسان تیار کړي وو، خو اوس به یې شمېر ۱۷۰۰۰ تنو ته لوړ شي.

په دې ډول به سږکال یو شمېر پوځيان د د دوبي له رخصتۍ بې برخې شي.

د دې رپوټ په اړه تراوسه د بریتانیې حکومت او د (G4S) کمپنۍ خپل نظر نه دی څرګند کړی.

په لندن کې د سږکال د المپیک لوبو د امنیت د تامین چارې مخکې لا پيل شوې دي.

په دې ترتیباتو کې د بریتانیې زرهاوو پولیس، عسکر، جنګي جیټ الوتکې، هلي کوپټر، دوه جنګي بیړۍ او د بمونو د کشف ځانګړي ګروپونه برخه لري.