په میانمار کې د امریکا سفارت وایي، د اسیا د جنوب ختیځ دغه هېواد ته په دوه ویشت کلونو کې د لومړي ځل لپاره د امریکا سفیر ورسید.
د امریکا سفارت وویل، نوی سفیر ډیریک میچل د چهارشنبې په ورځ د میانمار مهم ښار رنګون ته ولاړ او له ټاکلي جدول سره سم به ولسمشر تیان سین ته په مرکز نایپیتاو کې د اعتماد پاڼې وړاندې کړي.
تر دې مخکې میچل د میانمار لپاره د امریکا د ولسمشر بارک اوباما ځانګړی استازی و.
د جنوري په میاشت کې متحد ایالتونو اعلان وکړ چې له میانمار سره به خپلې دیپلوماتیکي اړیکي، په دغهَ هیواد کې د دیموکراتیکو اصلاحاتو له امله بیا ټینګ کړي.
په میانمار کې د امریکا تر دې اعلان مخکې د پوځي رژیم له مستقیمې واکمنۍ کال اوښت او په دې هیواد کې د نوبل د سولې د جایزې وړونکې ان سان سوچي هم د پارلمان غړې شوه او امریکا پر میانمار لګولي بندیزونه هم لرې کړل.