ناوې پیلي: قرغزستان د اداري فساد له سترې ستونزې لاس او ګریوان دی

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرې ″ناوې پيلې″ پرون د قرغزستان په مرکز بکشيک کې په يوه کنفرانس کې وويل؛ اداري فساد يوه غټه ستونزه ده، چې دغه هېواد دا مهال ورسره مخامخ دى.

هغې وويل، قرغزي چارواکي دنده لري، چې د جرمونو او ناوړه استفادو په برخه کې حساب ورکول يقيني کړي، که د چارواکو له خوا هم شوي وي.

هغې دا هم وويل، چې د قومونو، مذهبي ډلو او جنسيت په وړاندې اوس هم تعبيض د يوې لويې ستونزې په توګه پاتې ده.