روسیې: په سوریه کې دې د ملګروملتونو ماموریت د ۳ میاشتو لپاره وعځول شي

روسيې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا د سوريې لپاره د داسې يوه پرېکړه ليک پېشنهاد کړى، چې په دغه هېواد کې، پرته له دې چې د کوم بنديز ګواښ وشي، د ملګرو ملتونو ماموريت د درېيو مياشتنو لپاره وغځول شي.

په ملګرو ملګرو کې د روسيې مرستيال استازي ″ايګور پانکين″ وويل، دغه پرېکړه ليک د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې د ګډ استازي له خوا د سولې پر پلان د نن ورځې تر وينا مخکې د امنيت شورا څوارلسو نورو غړو ته لېږل شوى دى.

امنيت شورا بايد د جولاى تر شلمې نېټې مخکې په ملګرو ملتونو کې د سوريې د څارونکي ماموريت د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.

په عين حال کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير ″سرګي لاوروف″ د سوريې د ملي شورا له نوي مشر ″عبدالباسط″ سره خبرې کړي، د دې شورا مرکزي دفتر په ترکيه کې دى چې لوېديځ او عرب هېوادونه يې په څرګنده ملاتړ کوي. دغه شورا د سوريې د ولسمشر بشارالاسد عمده مخالفه ډله ده.