د سوریې د لانجې د حل لپاره د ملګرو ملتونو او عربي اتحاديې استازی کوفي عنان وايي؛ هغه په بغداد کې د سوریې په اړه له صدراعظم نوري المالکي سره ډېر ښه بحث درلود او په دې اړه به د چارشنبي په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته معلومات وړاندي کړي.
عنان چې د سیمې په سفر بوخت دی تر دې دمخه د سه شنبي په ورځ په تهران کې ویلي وو؛ چې دمشق د ملګرو ملتونو د سولې له نوې پلان سره موافق دی.
عنان وايي، د دې پلان له مخې به لومړی د سوریې په ډېرو ناارامو سیمو کې سوله راشي او بیا به ټول هیواد ته وغځیږي.
ده وویل، دا پلان به د سوریې د حکومت له مخالفانو سره هم شریک شي. په تهران کې عنان د ایران د بهرنیو چارو له وزیر علي اکبر صالحي سره وکتل.
د ملګرو ملتونو استازي وویل، ایران کولی شي، چې د سوریې د کړکیچ په حل کې مثبت رول ولوبوي، خو ده په ځانګړې توګه ونه ویل، چې د دې لانجې په حل کې ایران څه تر سره کولی شي.