د ملګرو ملتونو استازی کوفي عنان له سوریې څخه تهران ته ولاړ

د ملګرو ملتونو اوعربي ټولنې استازی کوفي عنان په دمشق کې له جمهور رییس بشارالاسد سره له خبرو وروسته پرون تهران ته ورسیده.

کوفي عنان په دمشق کې د خپلو خبرو تفصیل څرګند نه کړ؛ خو دومره یې وویل، چې د یوه پیشنهاد په اړه درژیم له وسله والو مخالفینو سره هم خبرې کوي.

تمه ده چې کوفي عنان به نن د ایران بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي او جمهور رییس محمود احمدي نژاد سره خبرې وکړي.

ایران او روسیه د دمشق د رژیم دوه نړیوال پلویان دي. مسکو کوښښ کوي چې د بشارالاسد رژیم او مخالفین یې خبرو ته سره کینوي.