په جوزجان ولایت کې یوې چاودنې یو تن مړ او ۲۶ تنه نور ټپیان کړل

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې پرون مازیګر یوې چاودنې یو تن وواژه او شپږویشت نور یې ټپیان کړل.

د چاودنې په ټپیانو کې د سیمې یو څارنوال، یو ډاکټر او دوه پولیس شامل دي. د جوزجان امنیه قوماندان عبدالعزیرغیرت ویلي؛ چې بم پر یوه بایسکل ځای پرځای شوی و.

د دې چاودنې مسوولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.