د فاریاب د دوو ولسوالیو اوسېدونکو د طالب وسله والو پرضد پاڅون کړی

د فاریاب ولایت په قیصار او المار ولسوالیو کې ځایي خلکو د وسله والو مخالفینو په وړاندې پاڅون کړی.

د فاریاب امنیی قومندان عبدالخالق له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې دا پاڅون تایید کړی او ویلي یې دي؛ چې د دې پاڅون له کبله اته ویشت کلي له وسله والو مخالفینو پاک شوي.

ده وویل، چې په دې پاڅون کې دوه وسله وال مخالفین وژل شوي، خو ځینو امنیتي سرچینو بیا ویلي، چې په دې پاڅون کې د طالبانو مهم سرګروپان ګلبدین، قاري غلام محمد او ملا صدر وژل شوي.

تر دې مخکې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې هم خلک د طالبانو پر وړاندې پاڅیدلي، چې لا هم د دوی پاڅون دوام لري.