د غزني د څارنوالۍ رییس د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو

د غزني چارواکي وایي، چې نن سهار د دغه ولایت د څارنوالۍ رییس ″سهار ګل″ د ناپیژنده وسله والو له خوا ووژل شو.

د غزني د والي ویاند فضل محمد سباوون ازادي راډیو ته پیښه تایید کړه؛ خو په دې اړه یې نور جزیات ورنه کړل.

نوموړي زیاته کړه، چې سهار ګل دفتر ته د تلو پرمهال په نو اباد سیمه کې وژل شوی دی.

د غزني د ملکي روغتون رییس باز محمد همت وایي؛ چې دوی ته د سهار ګل جسد وروړل شوی دی.

تراوسه چا د دې پیښې مسوولیت نه دی منلی.