د مصر پوځي شورا د دې هېواد د منحل شوي پارلمان د بیا برحاله کیدو په اړه د ولسمشر محمد مرسي د امر په اړه بیړنۍ غونډه کوي.
د مصر دولتي خبري اژانس مینا، د مرسي په حواله ویلي، پارلمان چې اکثره غړي يې د اخوان المسلمین ډلې سره تړلي او یوه میاشت دمخه پوځ منحل اعلان کړ، باید د نویو پارلماني انتخاباتو تر کیدو فعال پاتې وي.
محمد مرسی ویلي، د اساسي قانون له جوړیدو ورسته، باید په ۶۰ ورځو کې د نوي پارلمان لپاره انتخابات ترسره شي؛ چې د روان میلادي کال له پای دمخه شوني نه ښکاري.
تر دې دمه د منحل شوي پارلمان د بیا برحاله کیدو لپاره د مصر د ولسمشر د غوښتنې په اړه زیات څه نه دي ویل شوي.
په عین حال کې پرون د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ″ولیم برنز″ له مصري ولسمشر سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل:
″لسګونه میلیونه مصریان به ولسمشر مرسي او د هغې جوړیدونکي کابیني ته منتظر وي؛ چې د ملي یوالي او د یوه داسې پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره ګامونه واخلي؛ چې د مصر ټول عقاید په کې شامل وي او د نړیوالې ټولنې سربیره د ښځو او د ټولنې د سیکولر غړو د حقونو درناوی وکړي.″
بل لورته د فرانسې خبري اژانس د امریکايي مقاماتو په حواله ویلي؛ چې ولسمشر باراک اوباما به راتلونکې سیپټمبر میاشت د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې تر څنګ له خپل مصري سیال سره وویني.