د افغانستان بانک: خصوصي بانکونه باید په افغانستان کې پانګونه وکړي

د افغانستان بانک مرستیال خان افضل هډه وال

د افغانستان بانک مسولین وایي، دوي نوي پریکړه کړې، چې ټول خصوصی بانکونه باید له بهره د خپلی پانګې ساحه محدوده او په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

د افغانستان بانک مسولینو وروسته له هغی دا پریکړه کړي، چې دمګړۍ د افغانستان په خصوصي بانکونو کې څلور میلیارد ډالره پانګونه شوی چې اولس سلنه یي بهر ده.

په دې اړه زموږ همکاری ذکیي غیاثي نذیر د افغانستان بانک له مرستیال خان افضل هډه وال سره مرکه کړې او په سر کی یي ترې پوښتلې، چې د افغانستان بانک ولې دا پریکړه کړی، چې خصوصي بانکونه باید په افغانستان کې پانګونه وکړي؟

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان بانک له مرستیال خان افضل هډه وال سره مرکه