د فلسطینیانو مشر محمودعباس وايي، که له اسراییلو سره د سولې خبرې ونشي، نو دوي به په ملګروملتونو کې د یوه فلسطیني دولت د رسمیت پېژندنې لپاره هڅې له سره پیل کړي.
په ملګروملتونو کې د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره د فلسطینیانو هڅې تېرکال وروسته له هغه ناکامې شوې چې دوی پوه شول چې په امنیت شورا کې لازمې رایې نشي ګټلای.
محمودعباس له یوه اسراییلي ټلویزیوني چینل سره په خبرو کې وویل چې دی اولتیماتوم نه ورکوي.
ده زیاته کړه، د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره خبرې د هغو ۱۲۳ فلسطینیانو له خوشې کولو سره تړلې دي چې په اوسلو کې د ۱۹۹۳ کال د سولې له موقت تړون څخه مخکې بندیان شوي دي.
عباس وویل، د یهودي مېشت ځایونو له بندولو څخه د اسراییلو انکار ډېر فلسطینیان د یوه خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو پر امکان شکمن کړي دي.