د روسیې ولسمشر د سېلاب د خبرداري د سیسټم د کنترول غوښتنه کړې

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د دې هېواد د سېلاب د خبرداري د سیسټم د کنترول غوښتنه کړې.

پوتین په دې اړه نن وروسته له هغه خبرې وکړې چې د تورسمندرګي په سواحلو کې یې له سېلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه.

د روسیې په کراسنادار سیمه کې د دوو میاشتو اوسط باران یوازې په څو ساعتونو کې وورېد او یوسل او څلوېښت کسان یې ووژل.

پوتین څېړونکو ته دنده سپارلې څو معلومه کړي چې آیا سیمه ایزو چارواکو خلکو ته د ځان د ژغورنې لپاره کافي خبرداری ورکړی و، کنه.

له دې مخکې د روسیې د اوبو د زېرمو ادارې هغه آوازې چې ګنې په کریمسک سیمه کې د دې سېلابونو علت د اوبو د یوې لویې زیرمې خوشې کول و، رد کړې.