د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلیري کلېنټن وايي، د سوریې حکومت د دې په وینا د خونړیو حملو د مخنیوي لپاره یو ښه فرصت لري څو په دې هېواد کې تشدد ختم او د انتقال بهیر پیل شي.
مېرمن کلېنټن وویل، د بشارلااسد رژیم باید دا حقیقت، چې د واکمنۍ ورخې یې په ختمېدو دي ومني.
دې زیاته کړه، په دې کې هېڅ شک نشته چې په سوریه کې اپوزیسیون د ودې په حال کې دی.
مېرمن کلېنټن چې په توکیو کې د افغانستان لپاره په نړیوال کنفرانس کې خبرې کولې وویل، د سوریې د خلکو لپاره تېره میاشت د رژیم پرضد د دوی د شپاړس میاشتني پاڅون تر ټولو خونړۍ میاشت وه.
په همدې حال کې د سوریې لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي کوفي عنان په هغه مرکه کې چې پرون خپره شوه ویلي دي چې په سوریه کې پراخېدونکي کړکېچ ته د یوې سیاسي حل لارې د موندلو لپاره د نړیوالې ټولنې هڅې ناکامې شوې دي.