د امریکا ولسمشر بارک اوباما د لیبیا خلکو ته په څو لسیزو کې د لومړنیو ازادو انتخاباتو په خاطر مبارکي ویلې او دا یې په دې هېواد کې، ډیموکراسې ته د رسېدو په لاره کې یو نوی پړاو بللی.
د لیبیا د دوه سوه کسیز پارلمان د غوره کولو لپاره په انتخاباتو کې د خلکو ګډون د انتخاباتو د کمیسیون په وینا په سلو کې شپېته و.
اسلامپالې ډلې هم چې د معمرالقذافي د واکمنۍ په کلونو کې د اوږدې مودې لپاره ځپل شوې وې، هیله لري چې د مصر او تونس په څېر د یو ځواک په څېر راڅرګندې شي.
د رایو ورکولو په جریان کې د دې هېواد په ناآرامه جنوب کې د تشدد راپور هم ورکړل شوی او ویل شوي چې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.