ولسمشر کرزی: نړېوال دې له افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي

د توکیو په کنفرانس کې ولسمشر کرزي له ګډونوالو څخه وغوښتل چې د تحول په دوره کې له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

Your browser doesn’t support HTML5

په توکیو کې زموږ همکار ژوندی راپور راکوي


له توکیو نه د ازادۍ راډیو خبریال وویل، چې ولسمشر کرزي ټینګار وکړ چې د اداري فساد پر ضد به ټینګه مبارزه کوي او د نړېوالو د مرستې په هکله حساب ورکونه هم جدي نیول کیږي.

Your browser doesn’t support HTML5

له دانش کړوخیل سره مرکه


Your browser doesn’t support HTML5

له احمد زبیرژمند سره مرکه



ولسمشر کرزي د توکیو په کنفرانس کې ویلي، چې په افغانستان کې نا امني او په سیمه کې د تروریزم موجودیت مهمې ستونزې دي چې د بیارغونې او پرمختګونو مخه یې په دې هېواد کې ډب کړې ده.

په عین حال کې د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون وویل، چې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته که په دې هېواد کې د مدني ټولنو ملاتړ ونشي په تیره یوه لسیزه کې لاس ته راوړنې به ضایع شي.

دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلرې کلنټن په خپله وینا کې وویل، چې له افغانستان سره به د امریکا مرستې همداسې دوام وکړي او دې د جاپان د بهرنیو چارو د وزیر له قوله وویل، چې تر ۲۰۱۵ میلادي کاله پورې له افغانستان سره د شپاړلس ملیارده ډالرو د مرستې ژمنه شوې.

د افغانستان په اړه د توکیو کنفرانس د کابو اویا هېوادونو او نړېوالو سازمانونو د استازو په ګډون جوړ شوی، افغان حکومت تمه لري چې په دې کنفرانس کې د تحول په دوره کې هر کال له افغانستان سره په اقتصادي برخو کې د څلور میلیاردو ډالرو د مرستې ژمنه وشي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر کوي چیرو ګیمبا هیله وښوده، چې ګډونوال به له افغانستان سره پخې ژمنې وکړې:

(زه هیله لرم چې په دې کنفرانس کې له هرې موسسې او هېواد څخه پخې ژمنې او د ملاتړ ډاډ ترلاسه کړو.)

ټاکل شوې ده، د توکیو د کنفرانس نتایج د ورځې په پای کې د افغانستان او جاپان د بهرنیو چارو د وزیرانو او د افغانستان د مالیې د وزیر له خوا په یوه خبري کنفرانس کې څرګند شي.