د سوريې فعالان: د تاوتريخوالي له کبله لږ تر لږه ٦٠ کسان ووژل شول

د سوريې فعالان وايي، پرون په دغه هېواد کې د تاوتريخوالي له کبله لږ تر لږه ٦٠ کسان ووژل شول.

د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار اداره چې مرکز يې په لندن کې دى وايي په وژل شويو کې ٣١ تنه ملکيان، ١٩ سرتېري او ١٠ تنه ياغيان او مخالفان شامل دي.

دا کسان په داسې حال کې وژل کېږي چې د سوريې پوځ د ناکراره حَلِب ولايت ځينې څنډې بمبار کړي.

بله خوا د لبنان پوليس وايي د دغه هېواد په شمال کې پرون د هغو توپونو او توغنديو په چاودنه کې چې د سوريې له خاورې ورويشتل شوي، دوې نجونې وژل شوي او لس نور کسان ټپيان شوي دي.

دا پېښه وروسته تر هغه وشوه چې د دوشنبې په ورځ پر سوريې د لبنان له خوا يو توغندى وويشتل شو او د سوريې دوه سرحدي پوليس يې ټپيان کړل.